د هلمند والي: د لښکرګاه د نیولو لپاره د طالبانو پلان شنډ شوی

ارشیف، هلمند کې افغان ځواکونه

د هلمند والي وایي د لښکرګاه د نیولو لپاره د طالبانو پلان شنډ شوی او افغان پوځیان اوس د هغو سیمو د نیولو لپاره عملیات کوي چې د طالبانو لاس ته لوېدلي.

جنرال محمد یاسین پرون دا خبرې ازادي راډيو ته وکړې.

هغه وویل د نادعلي، ناوې، باباجي او چاه انجیر په سیمو کې عملیات روان دي، خو مخالفینو ماینونه کېنولي چې د دوی پرمختګ‌یې لږ ستونزمن کړی.

جنرال یاسین زیاتوي: "د پلان له مخې مخ ته روان یو. د دې لپاره چې دښمن په سړکونو، کوڅو، پلونو باندې ماینونه کېنولي دا عملیات لږ وخت نیسي."

د هلمند والي داسې وخت د طالبانو د پلان د شنډولو خبره کوي چې د دې ډلې وسله‌وال د لښکرګاه درېیمه حوزه په کنټرول کې لري.

هغه ومنله چې د هلمند په دې دوو اوونیو جګړو کې شااوخوا ۳۰ افغان پوځیانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

د هلمند د جګړو له امله شااوخوا ۴۰ زره ملکیان بې‌ځایه شوي.