د لیبیا د جګړې ښکېلو خواوو پر دایمي اوربند هوکړه وکړه

د ملګرو ملتونو له ملاتړ برخه‌من د لیبیا صدراعظم فایض السراج او خلیفه حفتر

د لیبیا د جګړې ښکېلو خواوو سمدستي د یوه دایمي اوربند د ټينګښت په سر تړون لاسلیک کړ.

د ملګرو ملتونو له‌خوا په رسمیت پېژندل شوي حکومت او د خلیفه حفتر ډله د سویس په جنوا کې تر پنځو ورځو خبرو وروسته د جمعې په ورځ موافقې ته ورسېدل.

په دې تړون سره هیلې ژوندۍ شوي چې د لیبیا د یوې لسیزې جګړې او وینې تویېدو ته د پای ټکی کېښودل شي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترش دغه تړون ته رسېدل ستایلي.

اخوا د ناټو سرمنشي هم د دغه تړون هرکلی، خو په تطبیق‌یې ټینګار کړی.

ینس سټولټنبرګ وايي: "موږ د دغه اوربند له اعلانه هرکلی کوو او د ملګرو ملتونو د هغو ټولو هڅو ملاتړ کوو چې د لیبیا د شخړې د سوله‌ییز حل لپاره‌یې کړي. دایمي سوله‌ییز حل‌لارې ته اوربند مهمه دی، خو باید ټولې خواوې د اوربند درناوی وکړي او تطبیق‌یې کړي."

د لیبیا د جګړې خواوې به په تونس کې سیاسي خبرې پیلوي څو په راتلونکي حکومت او د انتخاباتو په ترسراوي سره جوړ شي.

د خلیفه حفتر وسله‌واله ډله د لیبیا د ختیځ پراخې سیمې او د ملګرو ملتونو له‌خوا په رسمیت پېژندل شوی حکومت طرابلس او شاوخوا سیمې په لاس کې لري.