سادیر ژاپاروف د قرغزستان اساسي قانون د بدلون لایحه توشېح کړه

د قرغزستان موقت صدراعظم او د حکومت د لومړی درجه چارواکی سادیر ژاپاروف

د قرغزستان حکومت د دغه هېواد په اساسي قانون کې د بدلون هغه لایحه نن توشېح کړه چې له مخې یې ولسمشریزې او پارلماني ټاکنې ځنډېږي.

د قرغزستان پارلمان پرون دغه لایحه تصویب کړه، اساسي قانون کې له دې بدلون سره سادیر ژاپاروف اجازه لري چې ولسمشریزو ټاکنو ته ځان نوماند کړي.

ژاپاروف د خپل یوه سیال د تښتونې په جرم په یوولس نیم کاله بند محکوم و.

نوموړی د اکټوبر د څلورمې ټاکنو وروسته د راولاړو شویو اعتراضونو پایله کې خوشې شو.

نوموړی وروسته د موقت صدراعظم او د حکومت د لومړي درجه چارواکي په توګه وټاکل شو.