د افغانستان بهرنیو چارو وزارت د ارمنستان-اذربایجان شخړه کې لاسوهنه ردوي

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت هغه راپورونه رد کړل چې ګواکې دغه هېواد د ارمنستان او اذربایجان ترمنځ شخړه کې لاسوهنه کوي.

د دوی په وینا، د دغې لاسوهنې ادعا د ارمنستان د ملي امنیت ادارې کړې ده او ویلي دي چې له افغانستانه "د اذربایجان د ملکي الوتنو" له لارې وسلې او جنګیالي اذربایجان ته لېږل کېږي.

بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، افغانستان د جګړې د قرباني په توګه، د اذربایجان او ارمنستان د جګړې سوله‌ییز حل غواړي.

خبرپاڼه کې راغلي، دغه شخړه باید د ملګرو ملتونو امنیت شورا د پرېکړه‌لیک او د مېنسک ډلې د پرېکړو له مخې هواره شي.

د نګورنو قره‌باغ جلا شوې سیمې پر سر د ارمنستان او اذربایجان شخړه کې دواړو لورو ته سلګونه امنیتي کسان او ملکیان وژل شوي دي.