د ډونالد ټرمپ او جوبایډن وروستۍ مناظره کې کوم موضوعات شامل وو؟

د ډونالد ټرمپ او جوبایډن وروستۍ مناظره

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ او انتخاباتي سیال‌یې جوبایډن پرون په وروستۍ مناظره کې ګډون وکړ.

د امریکا ولسمشرۍ انتخاباتو ته تر دوو اونیو لږ وخت پاته دی.

په دې ۹۰ دقیقه‌یي مناظره کې د دواړو سیالانو ترمنځ د لومړنۍ مناظرې پرتله لفظي نرمښت موجود وو.

ډونالد ټرمپ چې په ډېرو نظرپوښتنو کې تر جوبایډن شاته ښودل شوی دی د دې مناظرې په اصلي موضوع کې چې د کرونا ویروس کنټرول وو، د دې وبا د خورېدو د کنټرول د تګلارې دفاع وکړه.

ولسمشر ټرمپ وویل، د امریکا متحده ایالات له دې ویروس سره ژوند زده کوي او په خبره‌یې د روان کال تر پایه به د دې ناروغۍ لپاره واکسین جوړ شي.

جوبایډن بیا وویل چې د کرونا ویروس خورېدل لا هم دوام لري او په خبره‌یې ولسمشر ټرمپ نیت نه‌لري د هغه څه چې ده یو تیاره ژمی وباله مخه ونیسي.

د بایډن په خبره ۲۲۰ زره امریکایان مړه شول او هغه کس چې د دغو مړینو مسؤل دی باید د امریکا ولسمشر پاته نه‌شي.