هغه هیلې چې په واشنګټن کې راروانې خبرې به د نګورنو قرهباغ د لانجنمې سیمې پر سر د اذربایجان او ارمنستان جګړې پای ته ورسوي، پرون وروسته له هغه پیکه شوې چې دواړو لورو بیا جګړې وکړې او باکو او ایروان خپل دریځونه نور هم کلک کړل.
د اذربایجان ولسمشر الهام علییف په یوه مرکه کې چې پرون پنجشنبه خپره شوه وویل چې یوې سولهییزې حللارې ته رسېدل ډېر لیرې دي.
له دې یوه ورځ مخکې د ارمنستان صدراعظم نیکول پاشینیان ویلي و چې دی په دې پړاو کې د دې اوږدې لانجې د حل لپاره کومه ډیپلوماتیکه لاره نهویني.
خو له دې منفي څرګندونو سره سره د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین وویل دی هیلهمن دی چې متحده ایالات به د دې لانجې د حل لپاره د یوې حللارې په موندلو کې له مسکو سره همکاري وکړي.
د روسیې په منځګړتوب د اذربایجان او ارمنستان د جګړې د پای ته رسولو لپاره دوه مخکېني اعلان شوي اوربندونه له نافذېدو ډېر ژر وروسته مات شول او دواړو خواوو د درنې توپخانې، توغندیو او بېپیلوټه الوتکو په وسیله په خپلو کې درنه جګړه پیل کړه.