رییل کلیر ډفنس: اوس به د افغانستان له پرمختګونو سره څه کېږي؟

یو شمېر نړیوالې ورځپاڼې

یو شمېر لوېدیځو ورځپاڼو او خپرونو په افغانستان کې د تاوتریخوالي او د ملکیانو د مرګ‌ژوبلې په زیاتېدو مقالې خپرې کړې دي.

  • سټارز انډ سټرايپس

له دې ډلې سټارز انډ سټرایپس ورځپاڼې لیکلي چې په افغانستان کې د تاوتریخوالي زیاتېدل په قطر کې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ هغه خبرې ګواښي چې له شاوخوا یو نیم میاشت راهیسې روانې دي.

د افغان حکومت او طالبانو مرکچیان د سپټمبر له ۱۲مې د قطر په پلازمېنه دوحه کې خبرې کوي.

دوی د مذاکراتو لپاره د کړنلارې په جوړولو لا نه‌دي سلا شوي، خو په کور دننه افغانستان کې تاوتریخوالی زیات شوی دی.

سټارز انډ سټرایپس هم د نا امنیو او بریدونو څو وروستیو پېښو ته اشاره کړې ده.

یوه په کندهار کې د بمي چاودنې په نتیجه کې د دوو رومانیايي سرتېرو ټپي کېدل او بله پېښه هم په تخار کې د افغان پوځیانو او طالبانو ترمنځ جګړه ده چې سټارز انډ سټرایپس‌یې یادونه کړې ده.

  • رییل کلیر ډفنس

رییل کلیر ډفنس خپرونې په یوه اوږده تحلیلي مطلب کې د افغانستان د سولې د راتلو په امکاناتو او په دغه هېواد کې د تاوتریخوالي د ختمولو په لارو چارو تمرکز کړی دی.

په دې مقاله کې راغلي چې همدا اکټوبر په افغانستان باندې د امریکا په مشرۍ د ائتلافي ځواکونو د بریدونو ۱۹م کال پوره شو.

د خپرونې په لیکنه سره له دې چې په افغانستان باندې د امریکا د بریدونو په نتیجه کې سمدستي طالبان له واکه لیرې شول او القاعده وځپل شوه، خو ائتلاف په دې ونه‌توانېد چې د طالبانو د منسجمېدو مخه ونیسي.

د رییل کلیر ډفنس په لیکنه د طالبانو په وړاندې دا ناتواني د دې لامل شوه چې جګړه نږدې دوه لسیزو ته وغځېږي او په‌کې امریکايي سرتېري، د ناټو پوځیان، افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه او په تېره افغان ملکیانو ته ډېره زیاته مرګ‌ژوبله واوړي.

خپرونې لیکلي امریکایان له دې اوږدې جګړې چې د ویتنام تر جګړې هم اوږده شوې ستړي دي او غواړي پاتې سرتېري يې کور ته راستانه شي.

رییل کلیر ډفنس لیکي سره له دې چې جګړې شوي او ګڼ خلک مړه او ټپیان دي، خو دا وروستۍ دوه لسیزې افغانانو زیات پرمختګ هم کړی چې د ښځو او رسنیو په برخه کې شوی پرمختګ‌یې لویې بېلګې دي.

خپرونه دا پوښتنه کوي چې اوس به له دې پرمختګونو سره څه کېږي؟

دا پوښتنه وړاندې داسې ځوابه شوې چې د افغان حکومت ملاتړ باید وشي څو د قدرت له دریځه له طالبانو سره خبرې وکړي او د اساسي قانون له مخې په هغو ژمنو سترګې پټې نه‌کړي چې د ښځو او لږکیو د حقونو د ساتنې لپاره‌یې لري.