له ستانکزي سره د امریکا نړیوالې پراختیا د مالي همکارۍ اجرائیه رئيس لیدنه

شېر محمد عباس ستانکزی

په قطر کې د طالبانو ویاند وايي، د امریکا د نړیوالې پراختیا لپاره د مالي همکارۍ اجرائیه رئيس اډم بولر د طالبانو د قطر د دفتر له مرستیال سره کتلي دي.

د طالبانو ویاند محمد نعیم وايي، اډم بولر له شېر محمد عباس ستانکزي سره په افغانستان کې د اقتصادي پانګونې پر فرصتونو خبرې کړې دي.

محمد نعیم نور جزئیات نه‌دي څرګند کړي.

بولر او نورو امریکايي چارواکو تر اوسه پورې په دې اړه څه نه‌دي ویلي.