جلال‌اباد کې د پاکستان ویزې د اخیستونکو د وژل کېدو پېښې څېړنه پیل شوه

جلال اباد کې د پاکستان ویزې په تمه د افغانانو ګڼه ګوڼه

په ننګرهار کې د فوټبال لوبغالي دننه د ګڼه ګوڼې له امله د ښځو او نارینه‌وو د وژل کېدو او ټپي کېدو له پېښې یوه ورځ وروسته، چارواکي د ځايي مسؤلانو څخه د احتمالي وظیفوي غفلت په اړه د څېړنو له پیل خبر ورکوي.

د دوی له قوله، پېښه د خلکو د ګڼې ګوڼې له کبله شوې، خو که له څېړنو وروسته د مسؤلانو وظیفوي غفلت ثابت شي، دوی به‌یې ځواب ورکړي.

پرون په دې ولایت کې د پاکستان په ویزو پسې د راغلو کسانو په منځ کې چې د بهسودو پل ته نږدې د فوټبال لوبغالي کې راټول شوي وو، د ګڼې ګوڼې له کبله ۱۲ مېرمنې ووژل شوې او د ۱۰ مېرمنو په ګډون ۱۳ تنه نور ټپیان شول.

د ننګرهار والي ویاند عطاالله خوګیاڼی وايي، که څه هم پېښه د خلکو د زیات ازدحام له کبله شوې، خو د دې لپاره چې روښانه شي، ایا د لوبغالي دننه د مسؤلانو له‌خوا غفلت شوی که نه، دوی یې په اړه څېړنې پیل کړې دي.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼی

خوګیاڼي وویل: "پلان دا و چې له ټولو خلکو پاسپورټونه راټول شي او بیا دوی په نوبت سره د ویزې اخیستو لپاره راوغوښتل شي، خو له لوبغالي دباندې خلک ګڼه ګوڼه جوړوي او له کبله‌یې تلفات رامنځته کېږي."

خو هغه خلک چې نن په جلال‌اباد کې د پاکستان د قونسلګرۍ مخ ته راټول شوي او پرون د پېښې شاهدان وو، ځايي اداره تورنوي چې نه‌ده توانېدلې دا پروسه مدیریت کړي.

دوی وايي، د ننګرهار چارواکو ترې غوښتي و څو د فوټبال په میدان کې له ویزې وړاندې د ټوکن یا نمرې اخیستو لپاره راټول شي، خو ونه‌توانېدل د خلکو د ګڼې ګوڼې مخه ونیسي.

له دوی دوه تنو ولي‌الله او احمدزي وویل: "د یوه پاسپورټ په سر ۱۳ زره تر ۱۵ زره افغانۍ اخلي.که چېرې د دې پیسو مخه ونیول شي او وړ کسان دلته وګمارل شي، نه به دلته دومره خلک راټول شي نه به هم دلته دا ډول ستونزې وي."

"ته چې څلور ولایتونه نه‌شې کنټرول کولای، پر یوه هېواد به برید څه ډول وکړې، د خدای لپاره، څلور، پنځه ورځې کېږي چې دلته راځم، خو کار مې نه‌کېږي."

خو د ننګرهار چارواکي بیا د فساد موضوع ردوي او وايي، د فوټبال په لوبغالي کې د خلکو څخه د راټولېدو غوښتنه یوازې د دې بهیر د روڼتیا لپاره شوې ده.

افغان مېرمنې په جلا‌ل‌اباد کې د پاکستان ویزې د ترلاسه کولو لپاره انتظار باسي

که څه هم پاکستان ته د ملي مصالحې عالي شورا د رئیس له سفر وروسته، دې هېواد د ویزو په برخه کې د اسانتیاوو رامنځته کولو ژمنه وکړه، خو ښکاري چې لا هم یو شمېر ستونزې پر خپل ځای دي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت هم په یوه اعلامیه کې پر دې پېښې خواشیني ښودلې او د یو شمېر نورو دلایلو ترڅنګ‌یې د احتمالي بې‌نظمۍ د مخنیوي لپاره د لازمو تدابیرو نشتوالی د پېښې یو علت بللی دی.

اعلامیه کې زیاته شوې، بهرنیو چارو وزارت به په کابل کې د پاکستان سفارت او ننګرهار ولایت له چارواکو سره هڅه وکړي چې د پاکستان د ویزو د اخیستو په برخه کې اړینې لارښوونې او لا زیاتې اسانتیاوې رامنځته کړي.