چارواکي: تخار کې هوايي برید ۱۲ ماشومان وژلي

د تخار ولایت نقشه

راپورونه وايي چې د تخار ولایت د مرکز تالقان ښار ته نږدې په هزار قرلق سیمه کې په هوايي برید کې ۱۲ ملکي وګړي وژل شوي دي.

د تخار د والي ویاند محمد جواد هجري پېښه تأییدوي او وايي چې دا برید پرون ماسپښین ۳ بجې شوی دی.

ده وویل: "متأسفانه په دې هوايي برید کې ۱۲ ماشومان وژل شوي او ۱۴ نور ژوبل دي."

ده دا هم وویل چې بم د جومات پر انګړ لګېدلی دی.

خو د افغان ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح پر خپل فېس‌بوک لیکلي چې په تخار کې په یوه جومات کې د ماشومانو د وژل کېدو خبر بې‌بنسټه دی، هغه کسان له‌منځه وړل شوي چې تېره ورځ‌یې زموږ ځواکونه ووژل او په دې اړه انکار نه‌کېدونکی ثبوت هم له موږ سره شته.

د تخار د ولایتي شورا منشي محمد اعظم افضلي بیا د ټپیانو شمېر ۱۸ تنه ښيي.

د افضلي په وینا په وژل شویو کې د جومات ملا امام هم شامل دی.