چارواکي: د ارزګان په ګېزاب ولسوالۍ کې هوايي برید ۱۷ طالبان وژلي

ارشیف، د افغان ځواکونو هوايي حمله

په ارزګان ولایت کې امنیتي چارواکي وايي په ګېزاب ولسوالۍ کې ۱۷ وسله‌وال طالبان په هوايي برید کې وژل شوي دي.

د اتل قول اردو ویاند احمد صادق عیسی ازادي راډیو ته وویل، دا برید تېره شپه وشو.

هغه زیاته کړه: "په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ارزګان په ګېزاب ولسوالۍ کې د هوايي بريدونو پر وخت ۱۷ طالبان وژل شوي او ۱۰ نور ټپیان دي، وسله‌والو طالبانو پلان درلود چې پر امنيتي پوستو بريدونه وکړي، خو د هوايي بريدونو پر مهال د هغو دغه پلان شنډ شو."

افغان امنیتي چارواکي وايي، د دې برید هدف په دهراوود ولسوالۍ کې د هغه سیمو بېرته نیول دي چې طالبانو په وروستیو کې لاندې کړې دي.

په دې اړه طالبانو لا څه نه‌دي ویلي.