دفاع وزارت: د هلمند په نادعلي ولسوالۍ کې ۸ طالبان وژل شوي

ارشیف

دفاع وزارت په یوه خبر کې ویلي چې ځواکونو یې د هلمند په نادعلي ولسوالۍ کې ۸ طالبان وژلي دي.

د دغه وزارت په وینا امنیتي او دفاعي خواکونو پرون د هوايي ځواک په ملاتړ د نادعلي په چاه انجنیر سیمه کې پر هغو طالبانو برید وکړ چې غوښتل‌یې پر امنیتي خواکونو حمله وکړي.

د دفاع وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي چې په دې برید کې د طالبانو د عبرت شبکې د سرګروپ ملا سردار ولي په شمول ۸ تنه وژل شوي او ۳ نور ژوبل دي.