کرونا ویروس د امریکا نږدې درېیو برخو ته د خپرېدو په حال کې دی

نیویارک کې روغتیايي کارکوونکي

کرونا ویروس د امریکا نږدې درېیو برخو ته د خپرېدو په حال کې دی او په اروپا کې یې ډېرې خپرېدا دولتونه اړ کړي چې نوي بندیزونه ولګوي او د نورو سختو هغو خبرداری ورکړي.

د امریکا په لوېدیځه او منځنۍ برخه کې یې چې د کرونا ویروس په چټکۍ د خپرېدو په حال کې دی، په شپږو ایالتونو کې یې تر ټولو زیاتې نوې پېښې ثبت شوې دي.

په متحده ایالاتو کې په وروستۍ یوه اوونۍ کې د دغه ویروس له ا مله د مړو شمېر د ورځې په متوسط ډول ۷۵۷ تنو ته رسېږي. په دې سره په ټوله امریکا کې د مړو شمېر۲۲۲ زرو ته رسېدلی دی.

په اروپا کې د دغه ویروس د نوې څپې د لاخپرېدو د مخنیوي د هڅو په ترڅ کې پولنډ او پرتګال نوي بندیزونه لګولي او خبرداری یې ورکړی چې نور به هم ولګوي.

په دغو هېوادونو کې د ماسک کارول اجباري شوي، غونډې محدودې شوي، بارونه او رستورانتونه بند شوي، تقریباً بېرته د بشپړ بندیزونو یو وضعیت رامنځته شوی دی.