دفاع وزارت: د کابل په موسهي ولسوالۍ کې ۱۲ طالبان ووژل شول

ارشیف، افغان ځواکونه

افغان ځواکونه د کابل په موسهي ولسوالۍ کې د ۱۲ طالبانو د وژلو ادعا کوي.

د دفاع وزارت مرستال ویاند فواد امان ازادي راډیو ته وویل چې دا کسان پرون د عملیاتو پر مهال ووژل شول.

ښاغلي امان وویل: "د طالبانو دې ډلې غونډه کړې وه او غوښتل یې چې ترورېستي بریدونه وکړي، خو د ملي اردو د وار له مخه برید په نتیجه کې ۱۲ طالبان وژل شوي او ډېر مهمات‌یې د امنیتي او دفاعي ځواکونو لاس ته لوېدلي دي."

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه‌دي ویلي.