سټولټنبرګ: طالبان دې تاوتریخوالی د پام وړ کچې ته راټیټ کړي

ینس سټولټنبرګ

د ناټو عمومي منشي له طالبانو وغوښتل چې افغانستان کې تاوتریخوالی د پام وړ کچې ته راټیټ کړي.

ینس سټولټنبرګ نن (د تلې ۳۰مه) په بروکسل کې د ناټو د دفاع وزیرانو د غونډې په درشل کې وویل، طالبان باید د دوو لسیزو لاسته راوړنو ته درناوی وکړي.

ښاغلی سټولټنبرګ زیاتوي: "طالبان باید په خپلو ژمنو عمل وکړي، دوی دې د تاوتریخوالي کچه په پراخه توګه کمه کړي او اوربند ته دې لاره هواره کړي، باید له القاعده شبکې او نورو ترهګرو ډلو سره اړیکې پرې او ښې روحیې سره خبرو ته کېني."

سټولټنبرګ وویل، ناټو د افغانستان اوږدمهاله امنیت ته ژمن دی او په همدې خاطر دغه سازمان تر ۲۰۲۴ کال پورې افغان ځواکونو سره مالي مرسته کوي.

د ناټو عمومي منشي دغه غوښتنه داسې مهال کوي چې افغانستان کې د سولې له خبرو سره سره د طالبانو جګړې روانې دي.