د ارمنستان ولسمشر اروپایي ټولنې او ناټو سره خبرو لپاره بروکسل ته تللی

د ارمنستان ولسمشر او د اروپايي شورا رئیس په بروکسل کې د لیدو پر مهال

د ارمنستان ولسمشر ارمېن سرکیسیان له اروپایي ټولنې او ناټو سره د خبرو په هدف بروکسل ته روان شو.

د ارمنستان او اذربایجان د بهرنیو چارو وزیران بیا مسکو کې دي چې د نګورنو قره‌باغ جلا شوې سیمې پر سر د راپورته شوې شخړې د هواري لارې چارې پیدا کړي.

دغلته د دواړو هېوادونو ترمنځ د سپټمبر په ۲۷مه جګړه پيل شوه چې تر اوسه دواړو خواوو ته په‌کې سلګونه عسکر او ملکیان وژل شوي دي.

امریکا، روسیه او فرانسه چې د اروپا د امنیت او همکارۍ سازمان د مېنسک ډلې غړي دي، د دغې جګړې د هواري منځګړیتوب کوي، خو تر اوسه نه‌دي توانېدلي چې د نګورنو قره‌باغ پر سر راپورته شوې شخړه هواره کړي.

وروستیو کې د ارمنستان او اذربایجان ترمنځ څو ځله اوربند هم اعلان شو چې له څو ساعتونو وروسته بېرته مات شو.