کندهار کې ماینونه هر میاشت ۲۰ کسانو ته مرګ‌ژوبله اړوي

ټپي شوی ماشوم

کندهار کې ځمکني ماینونه هر میاشت ۲۰ کسانو ته مرګ‌ژوبله اړوي. ۱۵ کلن اغا جان د کندهار په خاکرېز ولسوالۍ کې څاروي څرول چې خښ شوی ماین پرې وچاودېده.

اغا جان چې اوس د کندهار په میرویس روغتون کې تر درملنې لاندې دی چاودنې ترې یو لاس او یوه پښه اخیستي.

هغه وویل: "پسونه مې کتل ماین راباندې وچاودېده، بیا مې اکا ګانو دلته راوستم، دغه پښې مې، دلته ورنونو کې ټپ دي دا لاس مې، ورنونه‌یې راګنډلي او دا لاس مې د دغه بل لاس پوستونه‌یې اوس راجلا کړل."

دا یوازې ۱۵ کلن اغا جان نه‌دی چې د خښ شوي ماین قرباني شوی، بلکې په دې ولایت کې د پخواني شوروي اتحاد او کورنيو جګړو راهيسې پاتې شوي ماینونه او همدارنګه په سړکونو کې د وسله‌والو له‌خوا نوي ايښودل شوي ماینونه هره مياشت لسګونو کسانو ته مرګ‌ژوبله اړوي.

کندهار کې د ماین چاودنې له امله ماشومان ټپیان شوي

په کندهار کې د ماين پاکولو د ادارو د همغږۍ د دفتر سپرست مشر غلام نبي شاکر وايي سره له دې چې د ماین پاکۍ د ۶ بېلابېلو ادارو په مرسته‌یې په تېر کال کې تر دوه میلیونه کیلومتره زیاته ځمکه له ماینونو او ناچاودو توکو پاکه کړې، خو لا په کندهار کې پراخې ځمکې په ماینونو ککړې دي.

ده وویل: "۴۸۸ ساحې په کندهار کې موږ لرو چې اوس هم په ماینونو ککړې دي چې دا ۱۶۲ کیلو متره مربع ساحه کېږي چې اوس هم هلته ماینونه موجود دي. په تأسف سره باید ووایم چې په اوس وخت کې د ملکي کسانو تلفات د ماینونو او ناوچادو توکو له وجې زیات دي چې د تېر جنوري څخه بیا تر اګسټ پورې په کندهار کې د ماینونو او ناچاودو توکو ۴۲ پېښې شوي چې ۱۳۰ کسانو ته‌یې مرګ‌ژوبله اړولې ده."

د کندهار د میرویس روغتون سرطبیب ډاکتر نعمت‌الله په تېرو شپږو میاشتو کې د ماینونو د پېښو د وروړل شويو قربانیانو په اړه وویل: "تقریباً ۳۴۷ دا واقعې د ماین راوړل شوي چې په دې کې ډېرې ښځې او ماشومان هم شامل دي، اکثریت‌یې دا د ماین د وجې څخه دي چې مړي او ټپیان دي."

ټپي شوی کس

په کندهار کې د بشري حقوقونو د خپلواک کمېسیون د ولسي مرګ‌ژوبلې د خوندیتوب د برخې مسؤل نعمت‌الله حسني وايي، دا کمېسیون د ماینونو په چادونو کې پر زیاتېدونکې ولسي مرګ‌ژوبله اندېښمن دی.

نعمت‌الله وویل: "د ملکي مرګ‌ژوبلې ګراف ډېر لوړ تللی په دې روان کال کې د اسد میاشت تر ټولو خونړۍ میاشت وه چې کندهار کې د ملکي مرګ‌ژوبلې ګراف لوړ شو، د ولسي مرګ‌ژوبلې یوازنی علت د ړندو ماینونو چاودنې دي."

افغانستان د هغو هېوادونو په سر کې دی چې هر کال په‌کې د ځمکنيو ماینونو چاودنې په زیات شمېر ولسي خلکو ته مرګ‌ژوبله اړوي.

د ماین پاکۍ د مؤسسو په وینا تر هغې چې په افغانستان کې جګړه روانه وي، ستونزمنه ده چې د دې ځای خلک په بشپړ ډول د ماینونو له شره خوندي شي.