نن نوماند وزیران او دوه رئیسان ولسي جرګې ته ورپېژندل کېږي

د افغانستان ولسي جرګه

ټاکل شوې نن ټول نوماند وزیران او د دوو ادارو رئیسان د باور رایې اخیستو لپاره ولسي جرګې ته وروپېژندل شي.

د ولسمشر مرستیال ویاند دوا خان مینه‌‌پال ازادي راډیو ته وویل، ولسمشر اشرف غني به د کابینې ټول ۲۶ غړي او د دوو ادارو رئیسان دې جرګې ته وروپېژني.

اشرف غني د مارچ په نهمه د ولسمشر په توګه د لوړې په مراسمو کې ژمنه کړې وه چې په دوو اوونیو کې به خپله کابینه ولسي جرګې ته د باور رایې اخیستو لپاره وروپېژني، خو له هغه وخته څه باندې اووه میاشتې تېرې شوې دي.

د ولسي جرګې منشي اسدالله شهباز ازادي راډیو ته وویل، د جرګې پنځه کمېسیونونه به د دغو نوماندانو اسناد څېړي او وروسته به‌یې اداري پلاوي ته سپاري. په ولسي جرګه کې نوماند وزیرانو ته د باور رایو پخوانیو بهیرونو ته په پام داسې نه‌ښکاري چې دغه پروسه به له ستونزو خالي وي.