د قرغیزستان د ګمرک پخوانی مرستیال نیول شوی

د قرغیزستان د ګمرک پخوانی ځواکمن مرستیال رحیمبیک ماتریموف د نیولو پرمهال

د قرغیزستان د ګمرک پخوانی ځواکمن مرستیال رحیمبیک ماتریموف ونیول شو.

ده د یوه تحقیقاتي راپور په استناد، په سلګونو میلیونه ډالر په پټه بهر ته انتقال کړي دي.

د قرغزستان د ملي امنیت کمېټې په یوې اعلامیې کې نن د ماتریموف د نیولو خبر ورکړ.

درې ورځې مخکې د دې کمیټې نویو مشرانو ویلي و چې د ماتریموف او د هغه د همکارانو د هلوځلو په اړه تحقیقات پیل شوې دي.