د بهرنیو چارو وزارت: پر کونړ د پاکستان راکټي بریدونه اړیکې زیانمنوي

ارشیف، یو شمېر پاکستاني سرتېري

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د کونړ پر مرورې ولسوالۍ د پاکستان د پوځ راکټي بریدونه غندلي.

د بهرنیو چارو وزارت په یوې اعلامیه کې راغلي چې د افغانستان پر خاوره د دې ډول بریدونو دوام د دواړو هېوادونو اړیکو ته زیان رسوي.

اعلامیه زیاتوي د پاکستان دا اقدام له افغانستان سره د دې هېواد د هغو ژمنو خلاف دی چې د دوه اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا او پاللو په برخه کې یې کړې دي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت اعلامیه وایي د میزان/تلې په ۲۷مه شپه پاکستاني پوځیانو د کونړ په مرورې ولسوالۍ کې پر استوګنځایونو ۲۵ راکټونه ویشتلي دي چې یو ملکي وګړی په‌کې وژل شوی او درې ماشومان ټپیان شوي دي.

پاکستاني پوځیانو تر دې وړاندې هم په کونړ ولایت کې پر بېلابېلو سرحدي ولسوالیو ورته بریدونه کړي دي. د سیمې خلک حکومت تورنوي چې دغو بریدونو ته‌یې قاطع ځواب نه‌دی ویلی.