افغانستان کې تېرو ۲۴ ساعتونو کې لسګونه کسان په کرونا ویروس اخته شوي

ارشیف، افغان-جاپان روغتون کې روغتیايي کارکوونکي د کرونا ویروس له امله د یوه مړ شوي کس د مړي د لېږدولو پر مهال.

د افغانستان عامې روغتیا وزارت وایي په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په دې هېواد کې لسګونه کسان تازه په کرونا ویروس اخته شوي دي.

د دغه وزارت ویاند اکمل سمسور نن ازادي راډیو ته وویل: "په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ۵۲۳ کسانو ازموینه اخیستل شوې چې له دې ډلې د ۸۷ کسانو نتیجې مثبتې وې او په همدې موده کې ۵ کسان مړه شوي دي."

د عامې روغتیا وزارت د رسمي شمېرو له مخې په افغانستان کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر څه باندې ۴۰ زره او ۲۰۰ ته رسېدلی او له 'کووېډ-۱۹' ناروغۍ څخه په دې هېواد کې نږدې ۱،۵۰۰ کسان مړه شوي دي.

ډاکتران وایي خلک باید د ورځې څو ځلې لاسونه په اوبو او صابون ومینځي او په عمومي ځایونو کې د ماسک کارولو سربېره یو بل څخه معین واټن مراعات کړي او تر ممکن حده په کور پاته شي، څو د کرونا ویروس د خورېدو مخه ونیول شي.