ارګ: یو شمېر خوشې شوي طالبان بېرته جګړو ته ورغلي

د طالبانو یو شمېر زندانیان چې د افغان حکومت له لوري خوشې شوي دي. August 13, 2020

ولسمشرۍ ماڼۍ په هېواد کې د جګړو د ډېرېدو په تړاو په قطر کې د طالبانو پر مشرانو انتقاد کوي.

د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي نن ازادي راډیو ته وویل چې راپورونه ښیي یو شمیر هغه طالبان چې د حکومت له زندانونو خوشې شوي، بېرته جګړو ته ورغلي دي.

صدیقي زیاته کړه: "د تاوتریخوالي او ترورېستي بریدونو د دوام مسؤلیت د طالبانو دی، په تېره بیا په قطر کې د دې ډلې مشران‌یې مسؤل دي، ځکه دوی په هغه ژمنه چې په لومړي سر کې یې کړې وه، عمل نه‌دی کړی."

وسله‌والو طالبانو تر دې وړاندې د جګړو ډګر ته د خوشې شویو طالبانو د بېرته ورتګ ادعا رد کړې وه.