د ارزګان په دهراوود ولسوالۍ کې ۲ پولیس وژل شوي

د ارزګان نقشه

دوه پولیس د ارزګان په دهراوود ولسوالۍ کې د طالبانو په برید کې وژل شوي دي.

دا خبر د یادې ولسوالۍ امنیه قوماندان جان محمد ازادي راډیو ته تأیید کړ.

نوموړي زیاته کړه چې وسله‌والو طالبانو تېره شپه پر یو شمېر امنیتي پوستو بریدونه کړي، خو دی د یادو پوستو وضعیت د اندېښنې وړ بولي.

هغه زیاته کړه: "تلفات شته. دوه تنه پولیس وژل شوي او څو تنه ټپیان دي. پوستې سقوط شوې نه‌دي، خو داسې څه په‌کې پاتې نه‌دي چې شپه او ورځ په‌کې تېره شي."

د دهراوود امنیه قوماندان وویل چې په متقابلو نښتو کې طالبانو ته هم مرګ‌ژوبله اوښتې، خو دقیق شمېر یې معلوم نه‌دی.

له تېرو شااوخوا ۲۸ ورځو راهیسې پر دهراوود ولسوالۍ د طالبانو بریدونه پیل شوي او د چارواکو په خبره طالبانو د یادې ولسوالۍ د بازار په ۱۰۰ مترۍ کې فعال دي.