هرات، کندهار او فاریاب کې د انځرو حاصلات ۴۵ سلنه زیات شوي

ارشیف

د افغانستان په درېیو ولایتونو کې د انځرو ۴۵ سلنه حاصلات زیات شوي دي.

د کرنې او مالدارۍ وزارت ویاند اکبر رستمي نن ازادي راډيو ته وویل چې په هرات کې ۳۰ سلنه په کندهار کې ۱۰ او په فاریاب کې ۵ سلنه د انځرو حاصلات زیات شوي دي.

نوموړي وویل، په هرات کې د انځرو ۳۷۰ هکټاره باغونه جوړ شوي چې نږدې اته زره ټنه انځر تولید شوي او دغه باغونه تر ډېره د هرات په زنده جان، انجیل، غوربان او ګذرې ولسوالیو کې دي.

ښاغلی رستمي د فاریاب د انځرو حاصلاتو ته په اشارې وویل چې ۵،۳۶ هکټار کې باغونه موجود دي چې نږدې ۳۷۸ مټریک ټنه انځر يې کړي دي.

د کرنې او مالدارۍ وزارت د معلوماتو په اساس د کندهار د میانشین، ډنډ، ارغنداب، خاکرېز او شاه وليکوټ ولسوالیو له باغونو ۳۰ زره مټریک ټنه انځر لاسته راغلي دي.

تېر کال په ټول افغانستان کې ۲۵ زره ټنه انځر تولید شوي وو.

په کور دننه د یو کیلو انځرو بیه له ۱۰۰ افغانیو اوړي، خو بزګران وايي چې بهر ته‌يې باید صادرات پیل شي.