کراچۍکې د اپوزیسیون پلویانو د واکمن ګوند او صدراعظم پر ضد غونډه وکړه

د بېګانۍ غونډې اکثرو ویناوالو د صدراعظم عمران خان په ګوښه کېدو ټينګار وکړ.

په پاکستان کې د اپوزیسیون د ګډ ایتلاف لسګونه زره پلویانو په کراچۍ کې د واکمن ګوند تحریک انصاف او صدراعظم عمران خان پر ضد غونډه وکړه.

د پنجاب د ګوجرنوالې لویې غونډې په تعقیب دا دی یکشنبه ماخستن په کراچۍ کې د پاکستان ډیموکراټیک خوځښت له خوا چې د سیاسي او مذهبي ګوندونو ګډ ایتلاف دی د حکومت ضد غونډه وشوه.

د بېګانۍ غونډې اکثرو ویناوالو د صدراعظم عمران خان په ګوښه کېدو ټينګار وکړ.

یوه هم د مسلم لیګ ن ګوند یوه مشره او د دغه ګوند د رهبر نوازشریف لور مریم نواز وه چې عمران خان یې انتصابي وباله او ویې ویل چې خلک یې له لوږې او فقر سره مخ کړي.

هغې زیاته کړه: "تا له خلکو خواړه او د دوو وختو ډوډۍ واخیسته، د کراچۍ خلکو د یو کروړ وظیفو ژمنه شوې وه څومره نوکرۍ یې درکړې؟ نوکرۍ خو پرېږده د چا چې کار وو هغوی هم بې کاره شول."

مریم نواز په کراچۍ کې د اپوزیسیون ګوند ور ټولو پلویانو ته وویل چې د دومره زیاتو خلکو غونډه ښکاروي چې دوی د اکثرو خلکو نظریات او غوښتنې مطرح کوي.

د پاکستان د حاکم ګوند تحریک انصاف او صدراعظم عمران خان پر ضد جوړ شوي دغه خوځښت کې د مسلم لیګ، پیپلز پارټۍ، جمعیت علمای اسلامی، ملي عوامي او څو نور لوی او واړه ګوندونه شامل دي.

مسلم لیګ ن او پېپلز د اوسني واکمن ګوند تر څنګ د پاکستان له ګڼ نفوذو ګوندونو دي چې مشرانو یې څو لسیزې په پاکستان واک چلولی.

له دې ډلې نوازشریف چې د پاکستان حکومت پرې د مالي فساد دوسیه جوړه کړې او په اوه کاله بند محکوم شوی صدراعظم عمران خان د پوځ لاسپوڅی بللی.

نوازشریف تېر نومبر ظاهراً د درملنې لپاره لندن ته تللی او بیا پاکستان ته نه دی ستون شوی.

واکمن ګوند تحریک انصاف د پي ډي ایم یا د پاکستان ډیموکراټیک خوځښت مشرانو ته د غلو خطاب کړی او تور یې لګولی چې څو لسیزې یې د خلکو شتمنۍ لوټ کړې.

د پاکستان صدراعظم عمران خان د کراچۍ تر جلسې یوه ورځ مخکې په اسلام اباد کې یوې لویې غونډې ته وویل: "یواځې دې ته پام وکړئ چې له دوی سره دېرش کاله مخکې څه وو او اوس څه لري،که دا ډله فکر کوي چې سړکونو ته په وتلو به عمران خان بلېک مېل کوي یا ګواښي تاسو د دې شاهد وئ چې موږ پخوا څومره غونډې جوړې کړي، که دوی دوه کاله هم داسې غونډې وکړي زموږ یوې غونډې ته نه شي رسېدلی، ځکه یو علت لري، خلک د یوې نظریې لپاره راوځي، خلک د ظلم په وړاندې د مقابلې لپاره راوځي، خلک د چا د غلاوو د خوندیتوب لپاره دباندې نه وځي."

عمران خان

عمران خان د اپوزیسیون د ګډ ایتلاف تورونه چې ګواکې دی د پوځ په مټ صدراعظمۍ ته رسېدلی رد کړي او هم یې د پوځ په اړه د دوی خبرې بې ځایه بللي دي.

د پاکستان چارواکو له هغې ډلې شیخ رشید چې په ملي کابینه کې د رېل پټلیو وزیر دی ګواښ کړی چې د اپوزیسیون له خوا د پوځ پر ضد څرګندونې به ونه زغمل شي.