ارزګان کې ماین چاودنې یوه ښځه وژلې

ارشیف

د ارزګان ولایت سیمه ییز چارواکي وايي په دهراود ولسوالۍ کې نن سهار د ماین په چاودنه کې یوه ښځه وژل شوې ده.

د والي ویاند احمد شاه ساحل ازادۍ راډیو ته وویل، دغه ماین د وسله والو طالبانو له خوا خښ کړای شوی و.

هغه زیاته کړه: "په کښته زنداني سیمه کې پر یوې ښځې ماین چاودلې، چې شهیده کړې یې ده، ماین د وسلوالو طالبانو له خوا ځای پرځای شوی و."

د والي ویاند وايي په بله پېښه کې پر یوه کور د طالبانو د هاوان مرمۍ د لګېدو په پېښه کې یو بل ملکي کس وژل شوی او دوه ماشومان ټپیان شوي دي.

تېره شپه هم په دې ولسوالۍ کې د طالبانو د یوه هاوان مرمۍ د لګېدو په پېښه کې د دوو ښځو د وژل کېدو او دوو ماشومانو د ټپي کېدو خبر ورکړل شوی و.

وسله والو طالبانو د دغو پېښو په اړه څه نه دي ویلي.