د سټنډرډ نړیواله ورځ؛ سرور دانش د سټنډرډ ادارې له کړنو ناخوښه دی

د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش د نورم او سټنډرډ د نړېوالو ورځې د نمانځنې په غونډه کې.

د ولسمشر محمد اشرف غني دوهم مرستیال سرور دانش د افغانستان د نورم او سټنډرډ ادارې په کړنو سختې نیوکې وکړې.

هغه په کابل کې د نورم او سټنډرډ د نړېوالو ورځې د نمانځنې په یوه غونډه کې وویل چې اداري فساد، د کاري ظرفیت نه موجودیت او د بودجې کمښت هغه مهمې ستونزې دي چې لاهم په دې اداره کې نه دی حل شوي.

ښاغلي دنش وویل، سره له دې چې په وروستیو کې دغې ادارې رهبري نوې شوي خو په دې برخه کې لا هم جدي ستونزې شته.

هغه زیاته کړه: "ستاسو په اجازه غواړم ووایم چې تر اوسه چې کوم فعالیتونه د دې ادارې لخوا ترسره شوي هغه ډول چې ترې تمه کېږي نه دي، د نورم او سټنډرډ اداره اوس هم د خپلو لویو اهدافو ترلاسه کولو لپاره له جدي ستونز سره مخ ده."

ښاغلی دانش وايي، ټول هغه هېوادونه چې له افغانستان سره د سوداګرۍ په برخه کې اړیکې لري دې هېواد څخه کیفیت لرونکي او په نړېوالو سټنډرډنو برابر تولیدات غواړي.

د نوموړې په خبره که د نړېوالو په معیار برابر صاداراتو ته اسانتیاوې برابرې نه شي، دا د افغانستان اقتصاد ته زیان دی.

د نورم او سټنډرډ ملي اداره په ۱۳۸۶ لمریز کال کې په افغانستان کې جوړه شوه او له تېرو ۱۳ کالو راهیسې په افغانستان کې د کورنیو تولیداتو د کیفیت، د نړېوالو سټندرډنو سره برابر صادارات او هېواد ته د بې کیفیته توکو د وارداتو د مخنیوي په برخه کې فعالیت کوي.

دغه اداره په ټول افغانستان کې ۹ لابرتواره لري چې په ودانیزو اود نفتي موادو د ټېسټ په برخه کې فعالیت کوي.

د افغانستان د نورم او سټنډرډ ملي ادارې رییس عزیز احمد احمدزی چې تازه د دې ادارې مشرې ور تر غاړې شوې وايي، هغه ستونزې چې د دغه ادارې پورې اړه لري په اړه يې جدي اقدامات پیل شوي دي.

د افغانستان د نورم او سټنډرډ ملي ادارې رییس عزیز احمد احمدزی

هغه زیاته کړه: "موږ په پام کې لرو چې د لابرتوارونو په برخه کې ټول اسانتیا وې په برېښايي ټکنالوژۍ سمبالې کړو، د صادارتو په برخه کې په ټولو ولایتونو کې د لاربرتوارنو جوړول چې له عملې کېدو سره به یې د ټولو صادراتو او وارداتو کیفیت کنټرول شي."

ښاغلی احمدزی وايي، د بې کیفیته موادو مخنیوی او فساد سره مبارزه په دې اداره کې جدي ده خو هغه د بې کیفیته موادو د وارداتو په اړه کره شمېره نه لري.

بل خوا د کابل ښار پل خشتي سیمه کې لسګونه هغه وړې کراچې ولاړې دي چې ډېر شمېر یې خوراکي توکي په ارزانه بیه پلوري.

د دې خوراکي توکو دوه تنه پلورنکو له ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل، سره له دې چې خلک پوهېږي د دې توکو تاریخ او کیفت خراب دی خو بیا یې هم اخلي.

هغه زیاتوي: "دغه توکي چې کم تاریخ یې پاتې وي موږ راوړو او په ارزانه بیه یې خرڅو، خلک ګورې چې د دغه توکو تاریخ تېر دی خو بیا یې هم له موږ اخلي او ترې استفاده کوي، دغه توکي موږ ته هر سهار یو پاکستانی په یو غټ موټر کې راوړی او ټولو کراچۍ ګانو باندې یې ویشي."

یو بل پلورنکي وویل: "دا د وطن تولیدات دی ښه دي ارزانه خرڅېږي، یو کانټینر چې کله راشي په هغې کې موږ هغه توکي اخلو چې قوتیان یې خراب وي او یا هم کارته نونه یې خراب شوي وي، موږ بیا دغه توکو کې کمه ګټه کوو خو دوکانداران یې بیا په لوړه بیه پلوري."

خو د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معلوماتو له مخې یوازې په تېر کال لمریز کې د ۶ میلیارده ډالرو په اندازه توکي افغانستان ته وارد شوي چې یوه برخه يې خوراکي توکي دي.