ارزګان چارواکي: په دهراود کې طالبانو ۱۱ سرتېري وژلي

د ارزګان نقشه

د ارزګان د دهراود ولسوالۍ یو چارواکی وايي، په تېرو څلورو ورځو کې د وسله‌والو طالبانو په حملو کې ۱۱ سرتېري وژل شوي دي.

د دغه مقام په خبره اوس هم دغه ولسوالي محاصره ده او لارې یې د وسله‌والو طالبانو له‌خوا تړل شوي دي.

د دهراود د ولسوال مرستیال جلال‌الدین ودان ازادۍ راډیو ته وویل، په ولسوالۍ کې یې ځینې پوستې د وسله‌والو له‌خوا نیول شوي

هغه زیاته کړه: "یوه پوسته په اونجانې ساحه کې وه، چې طالبانو ۵ شهیدان له ځانونو سره وړي او ۳ تنه شهیدان په پوسته کې پاتې وو، وروسته بیا په قلعه مورچه ساحه کې د سرتور په نوم بله پوسته وه چې شپږ کسان راووتل، څلور ټپیان، دوه جوړ او دوه شهیدان همالته پاتې شول."

د ولسوال مرستیال وايي یوه پوسته برايي د وسله‌والو لاس ته ورغلې، درې سرتېري تسلیم شوي، یو ټپي او یو وژل شوی هم د وسله‌والو لاس ته ورغلي دي.

د ارزګان امنیه قوماندان بیا وايي، په دهراود کې افغان پوځیانو تاکتیکي شاتګ کړی دی.