د ارزګان په دهراوود ولسوالۍ کې د هاوان یوې ګولۍ دوه ښځې وژلي

د ارزګان نقشه

د ارزګان په دهراوود ولسوالۍ کې د هاوان یوې ګولۍ دوه ښځې وژلي او دوه وړې نجونې یې ټپیانې کړې دي.

د والي ویاند احمد شاه ساحل وایي، دغه ګولۍ تېر ماښام د وسله‌والو طالبانو له‌خوا توغول شوي چې د یوه قومي مشر پر کور لګېدلې ده.

هغه زیاته کړه: "د ارزګان ولایت د دهراوود ولسوالۍ په زردتالې سیمه کې د طالبانو له‌خوا د هاوان ګولۍ توغول شوې، دا هلته د قومي مشر میر حمزه استاد پر کور لګېدلې ده، له امله‌یې دوه ښځې شهیدانې شوي او دوه ماشومې نجونې ټپیانې شوې دي."

ساحل وایي، د ټپي نجونو حالت هم نازک دی او د درملنې لپاره د کندهار مرکزي روغتون ته لېږدول شوې دي.

طالبانو چې له درېیو اوونیو راهیسې یې پر دهراوود کې بریدونه پيل کړي، تر اوسه د دغه برید په اړه څه نه‌دي ویلي.