امنیتي چارواکي: هلمند کې طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې

ارشیف

افغان امنیتي چارواکي د هلمند ولایت په وروستیو جګړو کې وسله والو طالبانو ته د درنې مرګ ژوبلې د اړولو ادعا کوي.

د ۲۱۵ میوند قول اردو قومندان ولي محمد احمدزي رسنیو ته په یوه استولي پیغام کې ویلي چې د لسګونو وژل شویو طالبانو مړي د پاکستان کوټې ښار ته انتقال شوي دي.

هغه زیاته کړه: "دښمن سخت تلفات لیدلي دي، ۸۵ جنازې یې پرون د کوټې ښار ته ورسېدلي، دا خوب به دوی ګور ته یوسي چې د لښکرګاه ښار به فتحه کوي او خپلو بادارانو ته به امتیاز اخلي، زه ډاډ درکوم چې دا امتیاز نه شي اخیستلی."

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

له تېرو اتو ورځو راهیسې وسله والو طالبانو د هلمند پر مرکز لښکرګاه ښار او یو شمېر ولسوالیو پراخ ډله ییز بریدونه پیل کړي، چې له افغان ځواکونو سره په جګړه دي.

له تېرې ورځي د جګړې د کموالي راپورونه ورکړل شوي دي.

زرګونه کورنۍ په دې جګړو کې بېځایه شوي او مرستو ته اړتیا لري.