نګورنو قره‌باغ کې د آذربایجان او ارمنستان ځواکونو ترمنځ تازه نښتې شوي

نګورنو قره‌باغ

په نګورنو قره باغ او شاوخوا سیمو کې د اذربایجان او ارمنستان د وسله والو ځواکونو تر منځ پرون جمعه د نښتو خبر ورکړل شوی دی.

تازه نښتې په هغو هڅو خاورې اړوي چې د دې لانجې د هواري لپاره روانې دي.

څه باندې ۵۳۰ تنه په تېرو څو اوونیو کې دواړو خواو ته وژل شوي او سلګونه نور ټپيان دي.

تازه نښتې داسې وخت پيل شوي چې د ارمنستان او اذربایجان چارواکو تېره شنبه د روسیې په منځګړیتوب یوه اوربند ته غاړه کېښوده.

باکو او ییروان دواړه یو بل تورنوي چې اوربند یې مات کړی.