نامعلومو وسله والو خيبرپښتونخوا کې د ناټو څلور پوځي موټر سوځولي

ارشيف

د پاکستان په خیبر پښتونخوا کې هغو ټېلرو ته اور اچول شوی چې له افغانستانه یې د ناټو پوځي ګاډي لېږدول.

چارواکو ویلي، د خیبر په باړه کې شوې دغې پېښه کې څلور پوځي موټر سوځېدلي دي.

عیني شاهدانو او پولیسو ویلي، نن هلته نا معلومو وسله والو لومړی دغه ټېلر و درول، ډزې یې پرې وکړې او اور یې واچوه.

هلته ژغورونکو ډلو ویلي چې اور یې مړ کړی او د عاملینو د نیولو عملیات یې پيل کړي دي.