آیا له کرونا ویروس وروسته د بلې وبا د راتلو امکان هم شته؟

ارشيف

کرونا ویروس لومړني موارد د چین په ووهان ښار کې وموندل شول خو که بله وبا راځي نو پیل به یې له کوم ځایه وي.

ساینسپوهان اټکل کوي چې که په نړۍ کې بله وبا راتله نو علت به یې په برازیل کې د امازون ځنګلونو سوځېدل وي.

په داسې حال کې چې په برازیل کې د امازون ځنګلونو ویجاړول او هلته د کروندو پراخېدل روان دي ساینسپوهان وايي، د دې امکان شته چې د ونو د پرې کولو او د ورشوګانو د پراخېدو له کبله د برازیل په صادراتو کې د غويي پر غوښې او سویا بین سربېره یوبل قلم چې ښايي یوه نوې وبا وي، زیات شي.

د څېړنو له مخې په امازون ځنګلونو کې بدلونونه په دې سیمه کې دېره حیوانات- له ماښام څکالی نیولې تر بیزوګانو او ماشو پورې له خپلو مېنو بېځایه کوي او په دې ځنګلونو کې د مږو په ګډون د هغو حیواناتو مېشتېدو ته لاره اواروي چې طبیعت یې تر ډېره په دښتو او اوارو سیمو کې استوګنې ته جوړ دی.

په امازون کې د تحقیقاتو د ملي انستېتیوت INPA کارپوه ادالبېرتو لوییز وال وايي، دا بدلونونه او ورسره څومره چې انسانان نور هم د ځنګلونو تل ته ننوځي، له حیواناتو سره د انسانانو تماسونه د خطرناکو ویروسونو او باکتریاګانو د نوعیت د بدلون امکان زیاتوي.

د نوموړي په وینا اقلیمي بدلون چې د تودوخې د درجې او بارانونو د بدلون باعث کېږي له دې خطرونو سره لا زیاته مرسته کوي.

دې مخکښ بیالوژیست له توماس رویټرز بنسټ سره په مرکه کې وویل دا خطر ډېر لوی دی ځکه په داسې یوه حالت کې یو ژوندی ارګانیزم چې له خپل اصلي ټاټوبي څخه وځي هڅه کوي چې ځان له نوي ماحول سره عادت کړي، او د ځای له بدلېدو سره له نویو چلینجونو سره مخامخ کېږي.

لوییزوال وايي، د ده ډېره اندېښنه د هغو وایرسونو له پلوه ده چې ماشي او نور حشرات یې لېږدوي.