چارواکي: ماین چاودنې غور کې ۶ ملکیان وژلي

ارشیف

غور کې د هغې کورنۍ موټر پر ماین برابر شوی چې یوه امېدواره مېرمن یې د زیږون لپاره روغتون ته لېږدوله.

امنیه قومندان وحیدالله نظامي وایي، چاودنه کې چې نن غرمه مهال د فېروز کوه ښار لویدیځ کې وشوه، د امېدوارې مېرمنې په ګډون ۶ تنه وژل شوي او یو بل ټپی دی.

نظامي وایي، دغه ماین د وسله والو طالبانو له خوا خښ شوی و، خو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

په غور کې د بشري حقونو ولایتي کمېسیون دوه ورځې وړاندې وویل چې د روان لمریز کال له پيله تراوسه دغلته ۸۸ ملکیان وژل شوي او ۸۱ ټپیان دي چې د ډېرو مرګ ژوبلو لاملونه د ماینونو چاودنې وې.

بل لورته د پکتیا چارواکي وایي، د څمکنیو ولسوالۍ شهر نو بازار کې چاودنې نن غرمه درې ملکیان ټپیان کړل.

د څکمنیو ولسوال عبدالرحمان زرمتي یې په اړه ازادي راډيو ته وویل: "یوه چاودنه وشوه، موټر سایکل بم و چې د پنچرمیني دوکان مخې ته درول شوی و، دغلته کوم پوځي موټر هم نه و، پر ملکیانو چاودنه وشوه، درې تنه ټپیان شول چې یو شدید او دوه سطحي دي"

د دواړو پېښو په اړه طالبانو څه نه دي ویلي.