هلمند کې له ۶ زرو ډېرې کورنۍ بې‌ځایه شوي

هلمند کې د جګړې له امله بې‌ځایه شوي خلک

په هلمند ولایت کې د هغو زرګونه ملکي وګړو د برخلیک په اړه اندېښنې په ډېرېدو دي چې د طالبانو له پراخو حملو وروسته د ښکېلو خواوو ترمنځ په جګړه کې ګېر دي.

سیمه‌ییزو چارواکو نن (پنجشنبه) ازادي راډیو ته وویل، تر ۶ زره ډېرو کورنیو د هلمند ولایت مرکز لښکرګاه ښار ته پناه وړې ده.

د ملګرو ملتونو مرستندویې ادارې وايي، د هلمند په سختو جګړو کې چې په لړ کې یې د امریکا هوايي ځواک پر لښکرګاه د طالبانو د حملو د مخنیوي لپاره د افغان ځواکونو ملاتړ کوي، برېښنا پرچاو شوې، د ټیلیفون مزي پرې شوي او مخابراتي سیستم ګډوډ شوی دی.

د ملګرو ملتونو په وینا په هلمند کې روغتیايي خدمات له خنډ سره مخامخ شوي او لارې بندې شوې دي.

له هلمند څخه رارسېدلي راپورونه وايي چې د وروستیو جګړو له کبله لسګونه زره ماشومان هم له زده‌کړو بې‌برخې شوې دي.

د بخښنې نړیوال سازمان یا امنېستي انټرنشنل له ښکېلو خواوو غوښتي چې اړو کسانو ته د بشري مرستو د رسېدو په خاطر لارې پرانیزي.