پاکستان کې په جلا پېښو کې ۷ پوځیان وژل شوي

د پاکستان بیرغ

د پاکستان پوځ وايي، پرون په دغه هېواد کې په جلا پېښو کې ۷ پوځیان وژل شوي دي.

د اسوشیټډ پرس خبري اژانس د راپور له مخې، د یوه افسر په ګډون ۶ پاکستاني سرتېري په شمالي وزیرستان کې هغه مهال ووژل شول چې د پوځ د ګزمې په لاره کې د سړک د غاړې بم وچاودېد، اووم پوځي په باجوړ کې په ډزو وژل شوی دی.

د پاکستان پوځ ادعا کوي چې په باجوړ کې یې پر پوځيانو د افغانستان له لوري ډزې وشوې.

په دې پېښه کې یو بل پوځي ټپي شوی دی.

د شمالي وزیرستان په برید کې ۷ پاکستاني پوځیان ژوبل شوي هم دي.