ټرمپ په کرونا له اخته کېدو وروسته خپل انتخاباتي کمپاین له ایووا ایالت پيل کړ

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ د کرونا ویروس له تېرولو وروسته خپل کمپاین لومړی له ایووا ایالت پيل کړ.

د ایووا خلکو که څه هم په تېرو ټاکنو کې ټرمپ ته رایه ورکړې وه، خو اوس ویل کېږي چې د دواړو کاندیدانو ولسمشر ډونالد ټرمپ او د هغه د سیال جوبایډن ترمنځ د سیالۍ تود ډګر جوړ شوی.

تمه وه ټرمپ او بایډن نن شپه دوهمه ټلوېزیوني مناظره وکړي، خو له دې چې د مناظرو تنظیموونکو د انلاین بڼه وړاندیز کړه، ټرمپ ونه‌منله.

ولسمشر ډونالد ټرمپ په هغو ایالتونو کې خپل ځغلنده یو اوونیز کمپاین پيل کړی چې ډېر پرې ډاډه نه‌دی.

ښاغلي ټرمپ پرون د ایووا په دې موون هوايي ډګر کې ورټولو خلکو ته په وینا کې وویل چې ایووا ده ته ډېر ارزښت لري او په‌کار ده چې خلک‌یې رایه ورکړي.

ارشیف

هغه وویل: "ایووا له سیاسي پلوه یو ډېر قوي ایالت یې. ما ته یو لوی ایالت یې، لوی زړه لري. ته ستر نفوذ لرې او ډېر لوی قدرت لرې او زه دې هېڅکله نه‌یم ناهیلی کړی."

ټرمپ په دې کمپایني غونډه کې په کرونا ویروس د ځان د اخته کېدو او بېرته ښه کېدو د تجربې په شریکولو سره هڅه وکړه چې د خپلې ادارې روانې هڅې کامیابه وښيي.

د ټرمپ وړوکی زوی بارون هم په کرونا اخته شوی، خو هغه د غونډې ګډونوالو ته وویل چې بارون ښه دی او له دې لارې یې ټینګار وکړ چې د امریکا ښوونځي دې بېرته پرانیستل شي.

په امریکا کې تر اتو میلیونو زیات کسان په کرونا اخته دي او له ډلې یې څه باندې ۲۱۶ زره کسان مړه شوي.

په پروني کمپاین دا نیوکه هم کېږي چې ګڼ خلک په یوه ځای کې پرته له دې چې ټاکلی واټن ولري، سره ټول و.

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ او لومړۍ مېرمن ملانیا ټرمپ د اکټوبر په لومړیو کې په کرونا اخته شول چې ولسمشر تر دوو ورځو بستري کېدو وروسته بېرته رخصت شو.

د ټرمپ منتقدینو په هغه نیوکې وکړې چې ولې یې کرونا جدي ونه‌نیوله او منل شوي مقررات‌یې مات کړل.

تمه وه نن شپه د ولسمشر ډونالد ټرمپ او د هغه د سیال د ډیموکراټ ګوند د کاندید جوبایډن ترمنځ دوهمه ټلوېزیوني مناظره وشي، خو ټرمپ ونه‌منله. د مناظرې جوړوونکو په کرونا د ټرمپ تر اخته کېدو وروسته وړاندیز وکړ چې مناظره په انلاین بڼه وشي.

جوبایډن

پخواني مرستیال ولسمشر جوبایډن بیا له اول سره خپلې ډېرې غونډې انلاین ترسره کړي.

پرون‌یې هم څو وېډیويي کنفرانسونه ترسره کړل او یو یې په امریکا کې د مسلمانانو یو شمېر استازو ته و.

هغه وویل: "د تاسو په څېر مدافعان موږ خپلو بنسټګرو ته لا پسې نږدې کوي. د مسلمانو امریکایانو غږونه زموږ ټولنې او زموږ هېواد ته ارزښت لري. زه پوهېږم تاسو هغه استازولي او درناوی چې وړ یې یاستئ نه‌دی ترلاسه کړی."

د امریکا ولسمشرۍ ټاکنې د نومبر په درېیمه کېږي او وار له مخه شااوخوا ۱۵ میلیونه کسانو د وختي رایې اچونې او یا مېل ووټنګ یا د پوستې له لارې رایه کارولې ده.

که څه هم هلته د ټاکونکو ډلو د شمېر په اساس ولسمشر ټاکل کېږي او د خلکو رایه د کالجونو په مقایسه مهمه نه‌ده، خو د ټرمپ سیال په ځینو وړاندوینو کې ۱۰ فیصده مخکې بلل شوی.

ټرمپ د ۲۰۱۶ کال په ټاکنو کې هم تر خپلې سیالې هېلري کلنټون د خلکو کمې رایې وړې وې، مګر د ټاکونکو استازو یا الکتورل کالجونو شمېر یې لوړ و.