بارون ټرمپ هم په کرونا ویروس اخته شوی

(ښی-کین) ملانیا ټرمپ، بارون ټرمپ او ډونالد ټرمپ

د امریکا د ولسمشر مېرمن ملانیا ټرمپ وايي، زوی یې بارون ټرمپ هم په کرونا ویروس اخته شوی، خو د ناروغۍ نښې نه‌لري.

مېرمن ټرمپ دا خبره پرون په هغه لیکنه کې کړې چې په کرونا ناروغۍ د اخته کېدو په موده کې یې د خپل حال په اړه لیکلې ده.

ولسمشر ټرمپ هم پرون ماښام د انتخاباتي کمپاین په لړ کې په یوه وینا کې وویل چې زوی یې د لنډ وخت لپاره په کرونا ویروس اخته شو، خو ښايي هغه په خپله هم په ځان نه‌وي پوه شوی.