د افغان دولت او طالب پلاوو له یوې میاشتې وروسته دوهمه عمومي ناسته وکړه

قطر کې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرو پرانیست غونډه

د قطر په پلازمېنه دوحه کې د افغانستان د دولت او طالبانو د مرکچي پلاوو ټول غړي د نږدې یوې میاشتې په ترڅ کې د دوهم ځل لپاره غونډې ته سره کېناستل.

د طالبانو وینا محمد نعیم وایي: "د یادونې ده چې دا د بین‌الافغاني مذاکراتو له افتتاحیه غونډې نه وروسته د دواړو ټیمونو ترمنځ دوهمه عمومي ناسته وه چې ترسره شوه او دوه ساعته‌یې دوام درلود، په شپږ بجې د ماښام شروع شوه تر اتو بجو یې دوام درلود."

بین‌الافغاني خبرې په قطر کې د سپټمبر په ۱۲مه شروع شوې.

په پرونۍ عمومي غونډه کې د تماس ډلو ته دنده وسپارل شوه چې د طرزالعمل پر سر شته اختلافات ژر تر ژره حل کړي ترڅو د اجنډا بحثونه شروع شي.