د قرغزستان ولسمشر له پارلماني انتخاباتو وروسته استعفا کوي

د قرغزستان ولسمشر سورنبای جینبکوف

د قرغزستان د ولسمشر ویاند وایي، سورنبای جینبکوف به د پارلماني انتخاباتو ترسره کېدو وروسته استعفا وکړي.

ښایي دا اعلان یو ځل بیا په دغه هېواد کې د بحران سبب شي.

د ولسمشر ویاند دا خبره وروسته تر دې وکړه چې د دې هېواد نوي صدراعظم سادیر ژاپاروف له ولسمشر جینبکوف سره پرون وکتل.

د دې لیدنې کتنې هدف دا و چې جینبکوف وهڅوي چې د سیاسي بحران د له‌منځه وړلو لپاره استعفا وکړي.