اتمر د ناټو له ملکي استازي ​​​​​​​سره پر افغان سولې خبرې وکړې

د بهرنیو چارو سرپرست وزیر محمد حنیف اتمر او په افغانستان کې د ناټو له ملکي استازي سټيفانو پونتېکورو

د افغانستان بهرنیو چارو سرپرست وزیر محمد حنیف اتمر په دغه هېواد کې د ناټو له ملکي استازي سټيفانو پونتېکورو سره پر افغان سولې خبرې وکړې.

د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ګران هېواد ازادي راډیو ته د دې لیدنې کتنې پر مهال د مطرح شویو موضوعاتو په اړه وویل: "پر اوربند، د تاوتریخوالي د عاجل کمولو او پر یوه داسې څار مېکانیزم باندې خبرې وشوې چې د تاوتریخوالي په کمولو باندې نظارت وکړي او د ټولو خواوو د اعتماد او منلو وړ وي."

ښاغلي هېواد د دې مېکانیزم په اړه چې پرون خبرې پرې وشوې نور توضحیات ورنه‌کړل، خو ویې‌ویل چې د ناټو ملکي استازي څرګنده کړه چې په قطر کې باید ژر د طرزالعمل پر سر خبرې نهایي شي او مذاکرات بلې مرحلې ته داخل شي ترڅو د بشردوستانه اوربند په رامنځته کولو تمرکز وشي.