اوچا: د هلمند تازه جګړې پنځه زره کورنۍ له خپلو مېنو بې‌ځایه کړي

هلمند کې کډه شوي خلک

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږې کوونکې اداره (اوچا) وایي، د هلمند تازه جګړې پنځه زره کورنۍ له خپلو مېنو کډه کړي دي.

دوی نن په خپل اوونیز راپور کې د ځایي چارواکو له قوله وویل چې دغې جګړه کې تر ۲۰۰ کسانو پورې وژل یا ټپیان شوي دي.

دغه جګړه له تېرو څلورو ورځو راهیسې د مرکز لښکرګا بولان او باباجي سیمو او دغه‌راز نهر سراج، نادعلي، مارجې او ناوې ولسوالیو کې روانې دي.

د ملګرو ملتونو دغې ادارې ویلي، دوه کاري ډلې یې سیمه کې دي او تر اوسه‌یې د مرستو لپاره یوازې ۵۰۰ بې‌ځایه شوي کسان ثبت کړي دي.

راپور کې ویل شوي چې بې‌ځایه شوي کسان لښکرګا کې په کرایي کورونو، مارکېټونو او د نورو خلکو کورونو کې مېشت شوي.

د دوی په وینا، د جګړې له کبله د کندهار-هلمند لویه لاره بنده شوې او مخابراتي خدمتونه هم ټکني شوي دي.