له سیاسي ګوندونو او خلکو د قرغزستان ولسمشر غوښتنه

د قرغزستان ولسمشر سورنبای جینبکوف

قرغزستان کې د سیاسي کړکېچ پر مهال ولسمشر سورنبای جینبکوف یو ځل بیا له سیاسي ګوندونو او خلکو وغوښتل چې قانون ته درناوی وکړي.

دغه کړکېچ له پارلماني ټاکنو وروسته د هغو پراخو مظاهرو له کبله رامنځته شوی چې د جینبکوف حکومت‌یې ړنګ کړ.

جینبکوف نن چهارشنبه یوه بیان کې ویلي: "ستونزې باید د قانون په رڼا کې حل شي، نه د فشار له لارې."

د پارلمان یوې ډلې دغلته سدیر ژاپاروف د نوي صدراعظم په توګه ټاکلی دی، خو ولسمشر جینبکوف د پارلمان پرېکړه رد کړې او ویلي دي چې د رایو پر مهال د پارلمان نصاب نه‌و پوره.

ژاپاروف چې د خلکو په تښتونه مجرم پېژندل شوی و، تېره اوونۍ له زندانه خوشې شو.