امریکا او روسيې د وسلو د کنټرول د خبرو پر سر متناقضې څرګندونې کړي

اتومي وسلې

امریکايي او روسي چارواکو د وسلو د کنټرول د خبرو پر سر متناقضې څرګندونې کړي چې ورسره د دواړو خواوو ترمنځ د اټمي وسلو د وروستي پاتې تړون برخلیک څو میاشتې مخکې تر دې چې موده‌یې پای ته ورسېږي، له ناڅرګند حالت سره مخامخ شوی دی.

د وسلو د کنټرول لپاره د امریکا استازي مارشل بیلنګ سلې پرون وویل، واشنګټن او مسکو تر یوې نامعلومې مودې پورې د نیو سټارټ یا د اټمي وسلو د کنټرول د تړون د اوږدولو پر سر پر اصولو موافقې ته رسېدلي دي.

دا تړون چې په ۲۰۱۰ م کال وشو، ستراتېژیکې اټمي وسلې محدودوي، خو که د پنځو نورو کلونو لپاره تمدید نه‌شي، ټاکل شوې ده چې د فبرورۍ په میاشت کې یې د اعتبار موده پای ته ورسېږي.

بیلنګ سلې تېره اوونۍ اسیا ته خپل سفر د دې لپاره لغوه کړ چې له خپل روسي سیال سرګي ریباکوف سره د وسلو د کنټرول په ۱۱ ساعته خبرو کې د ګډون لپاره د فنلند پلازمېنې هلسنکي ته لاړ شي.

مارشل بیلنګ سلې

داسې تصور شته چې دواړه خواوې به یوه جوړجاړي ته ورسېږي.

بیلنګ سلې پرون د واشنګټن یوه تحقیقاتي مرکز ته وویل، دوی لېواله دي چې نیو ستارټ تړون په دې شرط د یوې مودې لپاره وغځوي چې په مقابل کې یې روسیه د خپلو اټمي وسلو پر محدودولو او کنګل کولو موافقه وکړي.

ده دا هم وویل چې باور لري د دواړو خواوو د حکومتونو په لوړو کچو پر اصولو موافقه شته.

د ده اشاره د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ او د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ته وه.

بیلنګ سلې وویل، په محدودیت او کنګل کېدو کې باید د لنډ واټنه تاکتیکي اټمي وسلو سیستم شامل وي، دا هغه شی دی چې په نيو سټارټ تړون کې نه‌دی شامل کړل شوی.

خو د روسیې استازی ریباکوف چې د دغه هېواد د بهرنیو چارو مرستیال وزیر هم دی، په پراخه کچه د اټمي وسلو د کنګل کولو مسئله رد کړه، ویې‌ویل چې دا وړاندیز د منلو نه‌دی.

د روسیې استازي وویل، مسکو به د نیو سټارت پر تمدید د نومبر تر درېیمې وړاندې چې د امریکا د ولسمشرۍ انتخابات دي، موافقه ونه‌کړي.

د امریکا ولسمشر

د ولسمشر ټرمپ حکومت غواړي چې د اټمي وسلو د کنټرول په نوې موافقه کې هر ډول سروکې یا اټمي خولۍ شاملې وي او همداراز د وسلو د کنټرول د قوي څارنې او شفافیت لپاره قوي اقدامات وشي او پر دې سربېره چین هم په دې معامله کې شامل کړل شي.

چین دا نظر رد کړی دی.

خو بیلنګ سلې وايي، امریکا له روسیې سره په هره موافقه کې د چین پر ګډون ټینګار کوي.