دفاع وزارت: هلمند کې د ملي اردو د ۲ هلیکوپټرو لوېدو ۹ تنه وژلي

د هلمند نقشه

د افغانستان دفاع وزارت وايي په هلمند کې د ملي اردو دوه هلیکوپټرې لوېدلي او له امله‌یې ۹ تنه وژل شوي.

دفاع وزارت په یوه اعلامیه کې دا خبره کړې ده.

د اعلامیې په اساس تېره شپه پاو باندې یوه بجه د هوايي ځواک دوه (MI-17) ډوله هلیکوپټرې له ناوې ولسوالۍ د پورته کېدو په وخت له تخنیکي ستونزې سره مخ شوې او ولوېدې چې په‌کې د دغو هلیکوپټرو ۹ سورلۍ ووژل شوې.

چارواکو ویلي دا پېښه څېړي.

اخوا له هلمنده یوې سرچینې ازادي راډیو ته وویل چې یادو هلیکوپټرو په ناوې ولسوالۍ کې کمانډویان ښکته کړل او په بېرته پورته کېدو سره چې ټپیان په‌کې بار و، سره ولګېدې.

د دفاع وزارت له‌خوا د دې پېښې تر رسمي تأیید مخکې رسنیو د وژل شویو په اړه بېلابېلې شمېرې خپرې کړې وې.

د هلمند په ناوې، نادعلي او د مرکز لښکرګاه په ځینو سیمو کې د افغان پوځیانو او وسله‌والو طالبانو ترمنځ له تېرو درېیو ورځو راهیسې جګړې روانې دي.