کابل ورځپاڼو په دوحه کې د سولې په خبرو کې د خنډونو په لیرې کېدو تبصرې کړي

کابل ورځپاڼې

کابل چاپ ورځپاڼو د نن ورځې په ګڼو کې تر ډېره په دوحه کې د سولې په خبرو اترو کې د خنډونو په لیرې کېدو لیکنې او تبصرې خپرې کړې دي.

  • هشت صبح

هشت صبح ورځپاڼې په سرمقاله کې ټينګار کړی چې په دوحه کې له روان بن ‌بست څخه د وتلو لپاره باید هر اړخیزې هڅې وشي.

د سرمقاله لیکونکي په خبره که څه هم د سولې په کړنلارې بحثونه روان دي، خو په وینا یې چې دا خبرې تر ډېره ستونزمنې مرحلې ته رسېدلي او اړتیا ده چې دغه بهیر کې خنډونه لیرې شي.

لیکوال لیکلي،که څه هم د دغه په ټپه ولاړ حالت د ختمېدو لپاره یو شمېر هېوادونو هڅې پیل کړي، خو په وینا یې لاهم اختلافات پر ځای پاتې دي.

ورځپاڼې ټينګار کړی هغه څه چې په دغو مذاکراتو کې اړین دي سیمه‌ییزه اجماع ده چې باید ورته کار وشي.

هشت صبح همدارنګه ټينګار کوي که چېری سیمه‌ییزه اجماع رامنځته نه‌شي دا به ستونزمنه وي چې د دواړو لورو ترمنځ بن بست ختم شي.

  • مسیر

مسیر ورځپاڼې هم په دوحه کې د دواړو ډلو ترمنځ روانو اختلافاتو ته په اشارې لیکلي چې په دوحه کې د تماس ډلو خبرې له هغه وروسته پیلېږي چې په ټول افغانستان کې د سختو جګړو او نښتو خبرونه ورکول کېږي او په دې وروستیو کې تمرکز پر هلمند دی او دواړو اړخونو یو بل ته د درنو تلفاتو اړولو ادعاوې هم کړې دي.

د سرمقاله لیکونکي په وینا، د سولې په خبرو کې پرمختګ په طبیعي ډول پر جګړه اغېز کوي او جګړه به ورسره کمېږي، خو د خبرو درېدل او په‌کې ستونزې د جګړې د زیاتوالي سبب کېږي.

لیکوال ټينګار کړی، دا واضح ده چې دواړه اړخونه محکوم او مجبور دي چې جوړجاړی وکړي.

ورځپاڼې روانو اختلافاتو ته اشاره کړې لیکلي چې د دوی دریځ دایمي نه‌دی، خو په وینا یې ستونزه دا ده چې هغه وخت چې دوی په‌کې دریځ بدلوي، د ګڼو افغانانو ژوند اخلي او خپله دواړو اړخونو ته هم زیان رسوي.

  • هېواد

هېواد دولتي ورځپاڼې په هلمند کې د برېښنا رسولو شبكې او دغه‌راز د افغان ځواكونو د تاكتيكي شاتګ پر مهال د تأسيساتو چور او چپاول په تړاو لیکنه کړې چې په وینا یې د دې چور او تالان تصويرونه په پراخه كچه پر خواله رسنيو لاس په لاس كېږي!

ورځپاڼې لیکلي چې یو شمېر بهرنۍ او استخباراتي کړۍ د وسله‌والو په ملاتړ هڅه کوي چې په افغانستان کې د سولې پروسه سبوتاژ کړي او ترڅنګ‌يې هغه تأسيسات او عامه پروژې تخريب کړي چې د زرګونه افغانانو ژوند ورپورې تړلی دی.

ورځپاڼې پر حکومت هم ټينګار کړی چې بايد دا مغرض او نفوذي كسان پر خپله سزا ورسوي او په بشپړه توګه د عامه تأسيساتو د ساتنې لپاره كوټلي ګامونه پورته كړي.