د قرغزستان ولسمشر صدراعظمۍ ته د سادیر ژاپاروف د نومولو پرېکړه رد کړه

د قرغزستان ولسمشر سورنبای جینبکوف او سادیر ژاپاروف

د قرغزستان ولسمشر سورنبای جینبکوف د صدراعظمۍ څوکۍ ته د سادیر ژاپاروف د نومولو لپاره د پارلمان ډله‌ییزه پرېکړه رد کړې ده.

د ولسمشر دفتر ویلي چې جینبکوف دغه پرېکړه ځکه کړې چې پرون د پارلمان د غونډې نصاب پوره نه‌و.

ژاپاروف چې د خلکو په تښتولو مجرم پېژندل شوی و، تېره اوونۍ د پراخو مظاهرو په نتیجه کې له زندانه خوشې شو. د دغو مظاهرو په نتیجه کې د جینبکوف حکومت هم ړنګ شو.

خلک د اکټوبر په پنځمه د پارلماني انتخاباتو د نتیجې په وړاندې د اعتراض په توګه واټونو ته راووتل.

وکیلانو دغه‌راز قنات بیک عیسی‌اف د پارلمان د نوي رئیس په توګه غوره کړ.

د اعتراضونو په ترڅ کې د دې پارلمان مخکېني رئیس داستان جمعه‌بیکوف استعفا کړې وه.