شمالي وزیرستان کې لسګونه ښځو اعتراض کړی

د شمالي وزیرستان نقشه

په شمالي وزیرستان کې پرون په لسګونه ښځو د یوه اعتراض له لارې د خپلو زامنو، وروڼو او مېړونو د خوشې کېدو غوښتنه وکړه.

ویل کېږي چې د پاکستان امنیتي ځواکونو ډېر دغه کسان نیولي، خو دقیق شمېر یې نه‌دی څرګند.

د سیمې یو شمېر اوسېدونکو پرون ازادي راډیو ته وویل چې د دغو ښځو اعتراض چې د پلتۍ وهلو په بڼه‌یې کړی، د سیمې د سپین ږیرو له پراخ ملاتړه برخه‌من دی.

د پښتون ژغورنې غورځنګ یوه سیمه‌ییز غړي سید انور ازادي راډیو ته وویل چې د سپټمبر په ۱۵مه چې کله د محمد خی په سیمه کې پر یوه پوځي کاروان د سړک غاړې بم وچاودېد، د سیمې څو تنه ونیول شول.