د پاکستان ځانګړي استازي له خلیلزاد سره د افغان سولې په اړه خبرې وکړې

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی محمد صادق

د افغانستان سولې لپاره د پاکستان ځانګړی استازی محمد صادق وایي، د افغانستان د سولې لپاره د امریکا له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره‌یې د افغانستان سولې بهیر د ګړندي کېدو او د نړیوال ملاتړ د پیاوړي کېدو پر لارو چارو خبرې وکړې.

محمد صادق پرون سې شنبه په یوه ټویټ کې وویل، له ښاغلي خلیلزاد سره‌یې د وېډیو کنفرانس له لارې د بین‌الافغاني خبرو لپاره د لازیاتې اسانتیا برابرولو، له دغې پروسې څخه د نړیوالې ټولنې د ملاتړ پر لارو چارو او د سیمه‌ییز اتصال چې پاکستان او افغانستان د سیمه‌ییزې سوداګرۍ د اتصال پر مرکز بدل کړي، خبرې وکړې.

ښاغلي خلیلزاد د دغو خبرو په اړه رسنیو ته څه نه‌دي ویلي، خو دواړه استازي داسې مهال د افغان سولې پر مسئلې خبرې کوي چې په قطر کې د افغانستان د دولت او طالبانو د مرکچي پلاوو ترمنځ خبرې چې له څه باندې یوې میاشتې راهیسې پیل شوي ډېرې ورو پر مخ ځي.

دواړه لوري تر اوسه نه‌دي توانېدلي چې د مذاکراتو د دوام لپاره یوه کړنلاره نهایي کړي.