لودین: په افغانستان کې روانه جګړه  ناروا او باید ختمه شي

مولوي عطا اله لودین

په قطر کې د دولت د مذاکره کوونکي پلاوي یو غړی وايي، په افغانستان کې روانه جګړه ناروا او باید ختمه شي.

مولوي عطا اله لودین نن وویل، د سولې د مذاکرو په هره اړونده اجنډا کې به دوی د جګړې د قربانیانو دفاع کوي او په افغانستان کې به عادلانه سولې ته زمینه برابره شي.

په قطر کې د دولت د مذاکره کوونکي هیت غړو په انلاین بڼه په افغانستان کې د جګړې د قربانیانو له غړو سره خبرې وکړي.

د دولت او طالبانو مذاکره کوونکي د سپټمبر له ۱۲ مې په قطر کې په خپلو کې په خبرو بوخت دي، خو تر اوسه د اصلي مذاکرو پر کړنلار بحثونه نهايي شوي نه دي.

د دغو مذاکرو له پیل سره هم، وسلوالو طالبانو په افغانستان کې خپل بریدونه کم کړي نه دي.